Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله نن له هانکانګ سره پای لوبه ترسره کوي.

پيګرد خبري اژانس/ کابل افغانستان 
۱۴۰۳ کال د تلې يا ميزان مياشتې ۲۴ 
راپور ؛  احمد خالد امرخيل 

د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین یوه بجه د درې اړخیزې لوبلړۍ خپله لومړۍ لوبه کې د هانکانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

دغه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب په العمارت کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې ورته بشپړ چمتوالی هم نیولی دی.

د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې تېره اوونۍ له عمان سره دوه تمریناتي لوبې هم ترسره کړې، چې په لومړۍ لوبه کې یې ماته ومنله او دویمه لوبه یې له سیالۍ لوبډلې وګټله.

په دې درې اړخېزه لوبلړۍ کې د عمان، هانکانګ او افغانستان الف لوبډلې د یو بل پروړاندې سیالۍ ترسره کوي، چې پیل یې نن د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه کیږي او تر ۱۵مې به دوام وکړي.

د یادولو ده چې افغان لوبډله به له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.