د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه د راټيټېدو په حال کې ده.

پيګرد خبري آژانس/ کابل افغانستان
۱۴۰۳ کال ميزان يا تلې مياشتې ۲۴
راپور : احمد خالد امرخيل
په روانه اونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه راټیټه شوې ده. اوسمهال د هېواد په بازارونو کې یو ډالر په ۶۷ افغانۍ او ۷۰ پوله تبادله کېږي.
د افغانستان بانک وايي، چې د پولي ثبات ساتلو لپاره کافي منابع لري او د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانیو پولي ارزښت په دوامداره توګه څاري.
بل لور ته د یاد بانک ویاند ویلي، له هغو خلکو سره به قانوني چلند وکړي، چې د ډالرو په بیو کې په تغیر راتلو سره غیر قانوني کړنې کوي.
د يادونې وړ ده چې د ډالرو بيو راټيټېدو سره هم په بازارونو کې د خوراکي توکو بيو کې هيڅ ډول توپير نه دی راغلی.