Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

نن به پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې کوربه وي. 

پيګرد خبري آژانس/  کابل افغانستان 
د ۱۴۰۳  کال تلې يا ميزان مياشتې ۲۴ 
راپور  : احمد خالد امرخيل 

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد به نن د زېږیزې میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرمشریزه کې به د چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرمشریزه کې به د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي مېلمه او د منګولیا لومړی وزیر د ناظر ګډونوال په توګه ګډون وکړي.
د شانګهای همکاریو سازمان دغه سرمشریزه کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.