Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

په ښوونځیو کې د بې کیفیته خوراکي توکو پلور منع اعلان شو

پیګرد خبري اژانس _ کابل افغانستان
راپور _ احمد خبیب حسرت
دوشنبه، د وري ٢٤مه

د عامې روغتیا وزارت او پوهنې وزارت په دولتي او خصوصي ښوونځیو په کانتینونو او کفیټریاوو کې د بې کیفیته خوراکي توکو وېش او پلور بند کړ.

دا پرېکړه په ښوونځیو کې د بې کیفیته خوراکي توکو او مشروباتو مخنیوي په موخه شوې، څو د ماشومانو روغتیا خوندي او د ناروغیو مخه ونیول شي.

د تخنیکي څېړنو له مخې دا محصولات خطرناک کیمیاوي مواد لري، چې کولای شي په ماشومانو کې جدي ناروغۍ، لکه سرطان، د زړه ستونزې او ذهني اختلالات رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده، د ښوونځیو له مسؤلینو هم غوښتنه شوې چې د دې پرېکړې په عملي کولو کې له دواړو وزارتونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي او د سرغړونې په صورت کې به له متخلفینو سره قانوني چلند وشي.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.