Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

راشدخان آرمان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.


پيګرد خبري اژانس/ کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
جمعه مرغومي ۹مه ۱۴۰۱ کال 

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې مشهور او پیاوړی توپ‌اچوونکی، راشدخان د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې د هېواد د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی، محمد نبي کپتان و.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس، میرویس اشرف ویلي: “راشد خان د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې یو پېژندل شوی ستوری او اتل دی، زه باور لرم چې ورسپارل شوې دنده به په ښه او دقت سره ترسره کړي.”
نوموړي همداراز زیاته کړې: “راشد خان تر دې وړاندې هم د ملي لوبډلې د کپتانۍ ویاړ درلود او ټول لوبغاړي ترې راضي دي، زه ډاډه یم، چې نوموړی به د پخوا په پرتله دا مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي او په کپتانۍ سره به ملي لوبډله د بریا لوړې کچې ته ورسوي.“
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، راشد خان ویلي چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې مشري د ده لپاره د ویاړ ځای دی.
هغه زیاته کړې: “ما مخکې هم دغه ستر مسوولیت ترسره کړی، د لوبغاړو او د خپلې لوبډلې له اتلولۍ سره ډېر ارام احساسوم، له دې وروسته به د خپل هېواد او هېوادوالو د ویاړ او د ملي لوبډلې د رهبرۍ لپاره وروستۍ هڅې وکړم او د خپلو هېوادوالو هیلې به پوره کړم.”
د ویلو ده چې راشدخان په ۷۴ نړیوالو شل اوریزو، ۸۶ یو ورځنیو او ۵ ټیسټ لوبو کې په ترتیب سره ۱۲۲، ۱۶۳ او ۳۴ ویکټې اخیستي دي.
راشدخان په نړیوالو لیګونو کې د لوبیدو په شمول په ۳۶۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۹۰ ویکټې اخیستې او په خپل مسلک کې یې سترې بریاوې او ویاړونه ثبت کړي دي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.