Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د ښځو پر کار او پوهنتونونو کې د بندېز په تړاو د خبرو لپاره د م.م پلاوی کابل ته راځي.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
جمعه مرغومي ۹مه ۱۴۰۱ کال 

د ملګرو ملتونو بشري مرستو مشر مارټين ګرېفېتس په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کار کوونکو او پوهنتونونو کې نجونو باندې د بندېز په اړه د خبرو اترو لپاره کابل ته راځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال رامز الاكبروف ويلي، ټاکل شوې چې دا سفر راتلونکو اونیو کې ترسره او ګریفیتس به په کابل کې د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
هغه زياته کړې چې لا دمخه يې د حکومت له ځينو مسوولینو سره پر دې موضوع خبرې اترې پیل کړې دي. اکبروف وايي ملګري ملتونه په افغانستان کې بشري مرستو ته ژمن دي خو پر خبرو اترو هم ټینګار کوي. د هغه په وینا د افغانستان اوسنی حالت له ۳۰ کلونو راهیسې تر ټولو خراب حالت دی.
د حکومت د اقتصاد وزارت د دې اونۍ په سر کې ددغه وزارت د سرپرست مولوی دین محمد حنیف په لاس ليک په یو مکتوب کې ویلي وو چې د اسلامي حجاب د نه مراعات کولو له امله يې په داخلي او بهرنيو غير حكومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نړۍ ۱۲ هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټينګار وکړ او حکومت څخه يې غوښتنه کړې ترڅو په دې اړه له سره فکر وکړي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.