Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵م کال سرمشريزې په جوړېدو سره  د ګډ امنیت او اقتصادي ودې د پیاوړتیا نوې څپه پيل شوې

پیگرد خبری آژانس _افغانستان
لیکوال: حجت الله نصیري

د شانګهای د همکارۍ سازمان روانه سرمشریزه چې په ۲۰۲۵م کال کې د چین هیواد په کوربه‌توب ترسره کېږي، د سیمې او نړۍ په کچه د پام وړ تاریخي غونډه بلل کېږي. دا غونډه په داسې مهال راځي چې نړیوال او سیمه‌ ییز حالت د نويو ننګونو او فرصتونو سره مخ دی، نو ځکه د غړو هېوادونو مشران یو ځل بیا په چین کې د ګډو همکاریو، اعتماد او همغږۍ لپاره سره راټول شوي دي.
دغه غونډه د ګډونوالو د شمېر له پلوه د سازمان له جوړېدو راهیسې نوی ریکارډ جوړ کړی دی چې دا خپله د شانګهای سازمان د پراخېدونکي اغېز ښکارندوی دی.
د سرمشریزې د اجنډا موضوعات د سیاست، اقتصاد، امنیت، فرهنګ او د خلکو د هوساینې پراخې برخې رانغاړي او تمه کېږي چې د غونډې پرېکړې به د سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیزي.
د چین هېواد د خپلو تشکیلاتي وړتیاوو له برکته توانېدلی چې د نړیوالو مشرانو د راټولولو لپاره یو اغېزناک ډیپلوماټیک چاپېریال برابر کړي، دا نه یوازې د چین د اغېزمن رول څرګندونه کوي، بلکې پر چین د غړو هېوادونو د باور نښه هم ده.
د ۲۰۲۵م کال د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه د څو کلنو راپدې خوا د تاریخ یوه مهمه لحظه ګڼل کېږي، د غونډې په ترڅ کې نه یوازې د دې سازمان د غړو هېوادونو مشران د یوځای کېدو لپاره راغونډ شوي، بلکې د ګډون کوونکو شمېر یې هم د تاسیس له وخته تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی، دا واقعیت د چین د غښتلي دیپلوماتیک، تشکیلاتي او اقتصادي ظرفیت څرګندونه کوي او د نورو غړو هېوادونو باور یې پر چین نور هم زیات کړی دی.
چین له پيله د SCO د بنسټ‌ ايښودونکو هېوادونو له ډلې څخه دی او د دې سازمان په هره مرحله کې یې لارښوونکی او اغېزمن رول لوبولی دی، د ۲۰۲۵م کال سرمشریزه دا حقیقت بیا ثابت کړ چې د نوبتي کوربه هېواد په توګه د چین تشکیلاتي وړتیاوې د ستاینې وړ دي، د غونډې د لوړې کچې تنظیم او د نړیوالو مشرانو پراخ ګډون د چین د مشرتابه پر اغېز او باور دلالت کوي.
په تېرو څو کلونو کې چین نه یوازې په سیاسي برخو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ فضا رامنځته کړې ده، بلکې په اقتصادي، فرهنګي او علمي برخو کې یې هم له سل څخه زیاتې ګډې طرحې او پروژې پر مخ وړي دي. د بېلګې په توګه، د ګډو تعلیمي پروګرامونو جوړول، د فرهنګي تبادلو زیاتوالی، د سوداګریز همکارۍ پراختیا، او د ترانسپورتي دهلېزونو پرانیستل د چین په مستقیمې ونډې سره عملي شوي دي.
چین د خپلې ستراتېژۍ له مخې هڅه کړې چې د ګډې ګټې، ګډ پرمختګ او ګډې هوساینې د اصل پر بنسټ د غړو هېوادونو ترمنځ باور او یووالی ټینګ کړي. د همدې پالیسۍ په برکت د شانګهای سازمان له یو ساده امنیتي میکانیزم څخه د پراخې سیمه‌ییزې همکارۍ پر یوه بنسټیز سازمان بدل شوی دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې د جوړېدو پر مهال لومړنی هدف د سیمې امنیت او د ګډو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وه. په تېرو ۲۴ کلونو کې دا سازمان توانېدلی چې د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ د باور، ګډو عملیاتو او همغږۍ فضا رامنځته کړي.په ځانګړې توګه د سیمې ګډ امنیت، اقتصادي ودې او د ثبات ټینګښت په برخه کېSCO مهم رول لوبولی دی.
له اقتصادي اړخه د افغانستان موضوع هم د شانګهای سازمان د اجنډا یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده، چین به په دې هڅه کې وي چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته وغځوي، دا کار نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور دی، بلکې د سیمې د ټرانزیټي او ستراتېژیک اهمیت د زیاتېدو لامل هم ګرځي. دغه پروژه کولی شي چې افغانستان د سیمې د نښلونکي مرکز په توګه مطرح کړي او د ثبات لپاره نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې څرګند پرمختګونه هم کړي دي. یوازې په تېر یو کال کې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په سلو کې ۱.۲ زیاتوالی ښودلی، چې دا د سیمه ‌ییزې همکارۍ د لا پراختیا نښه ده.
چین د کمربند او لارې د وړانديز د پلي کولو له لارې هڅه کړې چې د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي او سوداګریزو دهلېزونو شبکه نوره هم پیاوړې کړي. دغه اقدام د سیمې د خلکو لپاره د کارموندنې، پانګونې او اقتصادي هوساینې زمینه برابروي.
په فرهنګي برخه کې هم د شانګهای سازمان د خلکو ترمنځ د اړیکو د نژدې کولو پروګرامونه پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې د زده‌کړو بورسونه، د ځوانانو ګډ کنفرانسونه او د کلتوري نندارتونونو تبادله شامله ده. دا ټول د دې لامل ګرځېدلي چې د غړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوازې د دولتونو په کچه پاتې نه شي، بلکې د خلکو ترمنځ هم اړیکې ټینګې شي.
له دې ټولو څخه څرګندېږي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان یوازې یو تش پروتوکولي چوکاټ نه دی، بلکې واقعي ګټې یې د غړو هېوادونو خلکو ته رسېدلې دي. د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ، د امنیت ټینګښت او د فرهنګي تبادلو زیاتوالی هغه عملي پایلې دي چې د دې سازمان له فعالیتونو څخه تر لاسه شوې دي.
په ټوله کې د ۲۰۲۵م کال د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه چې په چین کې ترسره کېږي، د دې سازمان د پیاوړتیا یوه مهمه نښه ده. چین د کوربه هېواد په توګه وښوده چې د نړیوالو غونډو د تنظیم وړتیا لري او د غړو هېوادونو اعتماد یې لا پیاوړی شوی دی.
SCO په تېرو ۲۴ کلونو کې د امنیتي همکارۍ له یو میکانیزم څخه د اقتصادي، فرهنګي او ستراتېژیکې همکارۍ پر یوه جامع سازمان بدل شوی دی، د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه کولای شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د سیمه‌ییزو همکاریو له لارې د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره ګډ ګامونه پورته کړي

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.