Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د محیط ساتنه د انسان د کمال لپاره زانګو ده د طبعیت جوړښت د حکمت پر بنسټ پیدا شوی دی، او ټول

خبرگزاری پیگرد/افغانستان
یکشنبه ۲۳ جدي ۱۴۰۳
نوشته شده توسط:نوروز “خوشحال ”

سریزه
غواړم چي پدې مقاله کې د الله (ج) یو ډېر ژوندی نعمت د کابل ښار چاپېریال په هکله لیکنه وکړم نن یو جدي چالش چې د کابل ولایت په ځانګړي ډول زمونږ د هستوګنې ښار فوق العاده ککړه فضا ده، سره له دې چې سالمه فضا د الله (ج) د لویو نعمتونو له جملې څخه ده خو مونږ په خپله ځان د دغه نعمت څخه محروموو پداسې حال کې چې کولای شو د اوسیدو محیط په رعایت او ساتنې سره ځان ته طراوت، نشاط، تازګي او خوښي ډالۍ کړو او د اوبو خاورې او هوا د ککړتیا نه په ډډه کولو او ښې استفادې کولو څخه لږ تر لږه اړتیاوې پوره کړو.

په خواشینۍ سره چې اوسنی وضعیت د کابل داسې دی چې په ښار کې ژوند کول عملاً ناشونی شوی دی په دې لنډ وخت کې غواړم د سالم محیط او د محیط ککړتیا ناوړه خطرونو په اړه څه لیکنه وکړم د چاپېریال ساتنې پوهان کله چې منطقي څېړنه کوي نو هره منطقه د هستوګنې کې ژوندي مخلوقات تر څېړینې لاندې نیسي د بحث څخه وړاندې غواړم څه پوښتنې مطرح کړم:
۱-په ژمي موسم کې د کابل ښار چاپېریال ککړتیا عوامل کوم دي؟
۲-د کابل ښار محیط ککړتیا ناوړه خطرونه کوم دي؟
۳-د کابل ښار محیط سالم کولو لپاره باید کوم کارونه تر سره شي؟






چاپیریال:
هغه ځایونه چې ژوند پکې روان وي محیط نومول کیږي د بیلګې په توګه( ښار، بحیره، دښته وغیر…)(جمعې خطبې،۱۳۹۸: ۱۱۱۲)
د هوا ککړتیا عبارت ده له پرانستې هوا د یو یا ډیرو ککړوونکو له شتون څخه د بېلګی په ډول کلک دود  کابل ښار لپاره جدي ستونزه ده د ښار د هوا ککړتیا خصوصاً د سهار په لومړنیو ساعتونو کې او ماښام ته نږدې ښه کتلای شو چې څرنګه سخت دود د ښار فضا رانغاړي په خواشینۍ سره چې تر اوسه کوم مسئول مقام پدې ډګر کې جدي اقدام ندی ترسره کړی، په همدې خاطر د هوا د وخامت وضعیت پدې ورځو کې ښه کتلای شو او زمونږ ډیر ښاریان په جدي ستونزو سره کولای شي چې ځانونه وظیفو ته ورسوي په همدې حال کې ډیری هغه کسان چې تنفسي ستونزه لري مجبور دي په کور کې پاتې شي، دغه وضعیت د روحي او ځاني سلامتیا لپاره د تحمل وړ نده، هغه دود چې د بې کیفیته سوند موادو د نقیله وسایطو، د سکرو دود، پلاستیک، غیر معیاري سوند او الخصوص د خوشایو سوند د کابل ښارچاپېریال یې ککړ کړی دی چې دې کار د وخت څخه وړاندې مړینه زیاته کړای شوی او د خلکو د ستونزو کچه زیاته کړای شوې، پدې ترڅ کې موږ د مومن ښاري په توګه څه دنده لرو؟
روښانه او څرګنده ده چې مونږ کولای شو د مسلمان انسان په توګه د مسئولو مقاماتو ترڅنګ اساسي او مهم نقش ولوبوو!

د محیط ساتنه د انسان د کمال لپاره زانګو ده د طبعیت جوړښت د حکمت پر بنسټ پیدا شوی دی، او ټول عناصر یې وریځ، باد، میاشت، لمر او فلک کار کوي تر څو انسان د هغو په رڼا د مادیت نه معنویت ته ورسېږي او په دنیا او اخرت کې ځان په ښه ډول کمال ته ورسوي.



د محیط ککړتیا پایلې
د چاپېریال ککړتیا خطرونه په طبعیت مستقیم تاثیرات  شته او ډېر ناوړه پایلې لري په انساني ژوند، حیوان، ګیاه او ودانیو باندې.

پوهان وایي کومې منفي پایلې چې مونږ ته پرمخ تللو او صنعتي کېدلو راوړي دي هغه د طبعي بلا ګانو نه ډیرې دي مهم عامل یې خپله انسان دی چې پخپل مټ د محیط زیست ورانول پدې معنا دي چې: يو څوک بحر کې دننه په کښتۍ کې وي او قصداً په خپل لاس د کښتۍ د سوري کولو هڅه وکړي او په پای کې هم خپل ځان په خطر کې واچوي او هم نور ملګري، په داسې حال کې چې الله تعالی مونږ ته امر کړی چې د ژوند  چاپېریال ودان کړئ، لاندني موارد د انسانانو روغتیا لپاره جدي تهدید دی:

۱-د هوا ککړتیا د طب په لحاظ د راتلونکو بيماریو لامل ګرځي لکه: تنفسي، قلبي،سنې درد، ټوخی، زکام، کم خوني، سرطان او …
۲-اروایي او روحي بیماریو زیاتوالی.
۳-جسمي بيماریو زیاتوالی.
۴-ژر ژر مړینه خصوصاً د ماشومانو او بوډاګانو.
۵- د تردد ستونزې د ښاریانو تګ او راتګ.
۶-اسیدي بارانونه چې زیات زیانونه لري.
او په پای کې د نورو بېلابېلو بیماریو لامل او اخر کې د منطقوي اکوسیستم د له منځه تللو سبب ګرځي.

د محیط ککړتیا لاملونه
د چاپېریال په اړه د پېغمبر (ص) ځینې حدیثونه د روغتیا او چاپېریال ساتنې نظافت پورې ځانګړي دي چې عبارت دي له ( أوعلی قارعة الطریق) د واټ په مینځ او د تګ او راتګ ځای کې متیازو کولو څخه ډډه وکړئ ( أنه نهی آن یبال فی الماء الراکد) په ولاړو اوبو د متیازو کولو څخه منع شوي یاست.( صحیح المسلم، حدیث: ۲۸۱)
۱-په کوڅو، سړکونو، د ویالو شاوخوا کې د کثافت ډېر والی، غیر فني کنار آبونه، د کنارابونو په څنګ کې د څا ګانو وېستل، د فني کانالازاسیونونو نه شتون.
۲-د ډېرو زړو او له کاره لویدلو نقلیه وسایطو دودونه او ګردونه او د بې کیفیته تیلو نه استفاده.
۳-د غیر اصولي سوند موادو کارول لکه: پلاستیک، سکاره، د حمامونو مناسب او معیاري دود ویستونکو (نلونو) نه مراعات کول.
۴-د مسئولو قانوني مقاماتو، رسنیو او ټولنې بی پروایي.
۵-د امامانو، روحانیونو بی پروایي، مؤثر اسلامي تبلیغ چې د اسلام په مقدس دین کې ذکر دی د نظافت په هکله نشته.

۶-په کابل ولایت کې د نفوسو زیاتوالی او تراکم چې د اوسیدو محیط باندې د تأثیر برسېره د بېلابېلو مرضونو لامل ګرځي.

۷-فقر او بدمرغي چې انسان هر کار ته مجبور کوي د مجبوري له وجهې معیاري سوند نشي پیدا کولی.
۸-په ټوله کې د اوسیدو چاپېریال ساتنې لپاره د منظم، سنجول شوي پلان نشتون چې د ښوونځیو درسي پروګرامونو، ورځپاڼو، جریدو، تلویزیونونو، راډیوګانو او ټولنیز صفحات تطبیق شي.
۹-په چاپېریال ساتنه کې مسئولیت د فرهنګ او دود ساتنې حس پیاوړی شي.

د محیط ساتنې لپاره د ښاریانو مسئولیتونه
لمړی د ژوند چاپېریالېز جرایمو په اړه عامو خلکو ته لازمه أګاهي ورکړل شي  لکه د جزا کود (۸۰۷) ماده چې حکم یې په لاندې شرحه ده هغه شخص چې په اوبو، خاوره او هوا یا ځمکه کې مضره یا ککړوونکي توکي په هغه اندازه چې د هغوي فزیکي، کیمیاوي یا بیولوژیکي کیفیت پداسې توګه چې انسان یا نورو ژوندیو موجوداتو، بوټو یا ودانیو ته مضر وي، خپاره یا ګډ کړي، د ژوند چاپېریالیز جرم مرتکب پيژندل کېږي، په متوسط حبس محکومېږي. په دوهمه فقره کې لیکل شویدي چې د شخص په جسمي یا روحي صدمې یا مړینه تمام شي، مرتکب په طویل حبس برسیره، مرتکبه جرم په جزا هم محکومیږي.(کود جزا،۲۰۱۷: ۷۰۳)
۱-په کوڅو، بیالو واټونو غاړو او واټونو کې د کثافاتو ځایونو برابرول.
۲-د اونۍ یا میاشت په ترڅ کې دې د کوڅې اوسیدونکي د خپل چاپېریال پاکولو لپاره حشر وکړي.
۳-د پلاستیک، پاڼو او کثافاتو سوزولو څخه دې ډډه وکړي.
۴- دولت دې عمومي لارې او فرعي کوڅې کانکریټ کړي.
۵-خپل موټر دې هر وخت له ټولو اړخونو فني معاینه کړي.
۶- دولت دې په ژمې موسم کې د ګازو او لرګیو قیمت را کم کړي او تر يو حده پورې د  ذغالو استفادې مخه هم ونیسي.
۷- د نه أمکان په صورت کې د وسایطو استفادې لپاره منظم نوبتي پلان جوړ او تطبیق یې کړي.
۸-عمومي حمامونو کې دې معیاري نلونه او هوا ویستونکي نصب کړي.
۹-خپلو ماشومانو ته دې هم ور زده کړي چې په ګڼو ځایونو کې کثافات و نه غورځوي.

پایلیک
غواړم چې چارواکي او ښاریان پدې هکله اړین تدابیر ونیسي د کابل د موسمي بادونو په درلودلو سره د هوا ککړتیا له اړخه ډېر زیان منونکی دی ضروري ده چې ژر أقدامات وشي د یادونې وړده چې د پورته أقداماتو په کولو سره د دولت هېڅ پانګه نه مصرفیږي بلکې د دولت عواید هم په ډیرو ځایونو کې زیاتیږي.
د هغی ورځی په هیله چې سالم چاپېریال ولرو ( زمونږ ښار زمونږ کور) !

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.