Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

په فاریاب کې د بدخشاني زده کونکي وژنه دهغه د کوتئ دملگری لخوا   

دپیگرد خبری آژانس: دفاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
شنبه ۶ د ثور ۱۴۰۴

د فاریاب ولایت د امنیه  قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ده : د پنجشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا ۲ بجې د فاریاب پوهنتون په انګړ کې د قتل پېښه رامنځته شوی دی.

په دې پېښه کې د فاریاب پوهنتون یو محصل د بدخشان ولایت اوسیدونکئ فروغ د محمد عالم زوی چې ۲۳ کلن و، په چاقو ووژل شو.

د دې قضيې مرتکب حبيب الله د امير محمد زوی دبدخشان ولایت او د فاریاب پوهنتون محصل و، د جرم له ارتکاب وروسته د پوليسو له خوا ونيول شو او وڅارل شو. د دې قضیې علت او انګیزه لا نه ده روښانه شوې.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.