Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

په فاریاب ولایت کې شپږ قمار کوونکي ونیول شول

د پیگرد خبری آژانس : د فاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
شنبه، ۶ ثور ۱۴۰۴

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ده: د پولیسو د هدفي عملیاتو په پایله کې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د میمنې ښار په اتمه ناحیه کې شپږ تنه په قمار تورن شول.
دا په داسی حال کې دی چی  دتورپاخټو گزر په یوه مېلمستون کئ چې د نغدو پیسو سره قمار کول، ونیول شول.

دا عملیات د فاریاب د پولیسو د څلورمې امنیتي حوزې د جزا د ریاست د پرسونل له خوا ترسره شوي او تورن کسان اوس د نورو پلټنو لپاره تر څارنې لاندې دي.

امنيتي چارواکو ټينګار وکړ، چې د شريعت او قانون په ځانګړې توګه د قمار پر وړاندې مبارزه به په عزم سره دوام وکړي او د دغه ډول کړنو عاملین به د قانون پنجو ته وسپارل شي.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.