Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

‏د سياحتي او توریستي شرکتونو سره د همغږۍ غونډه وشوه

دپیگرد خبری آژانس: افغانستان
رپورتر: هدیه احمدزی
شنبه ۶ د ثور ۱۴۰۴

داطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپانه کی راغلئ ده: نن شنبه ( ۲۸ د شوال المکرم ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارو چارو د معين مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ په ياد معينيت کې د سياحتي او توريستي شرکتونو له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د ګرځندوی رياست رئيس مولوي حاجي محمد طیب او د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې رئيس او مسؤلينو ګډون کړی وو.

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين ښاغلي جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د سياحتي او توريستي شرکتونو لپاره د جوازونو د ويش واحده اداره معلومه شوه، تر دې وروسته به یاد شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معينيت اړوند د ګرځندوی رياست څخه د فعاليت جوازونه ترلاسه کوي، چې دا جوازونه په ځانګړي بارکوډ سره سمبال شوي دي، همدا راز د يوه نورم له مخې به د یادو شرکتونو لپاره د هېواد په کچه يوه ځانګړې اتحاديه رامنځته شي، چې د رهبرۍ هيئت او مشرتابه پلاوي به ولري، ټول سياحتي شرکتونه باید له دې اتحاديې سره ځان ثبت کړي، سياحتي او توريستي شرکتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملاتړ له ځانه سره لري، چې د دوی د فعاليتونو او کړنو څخه وخت پر وخت څارنه او ارزيابي کوي.

ورپسې د سياحتي او توريستي شرکتونو د اتحاديې رئيس او مسؤلينو په نوبت سره د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات او شته ستونزې شريکې کړې، چې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين له لوري ورته د ستونزو د حل کولو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.