په فاریاب ولایت کې د عفت پر ضد د عمل په تور دوه کسان نیول شوي دي

دپیگرد خبری آژانس: فاریاب ولایت
راپور : هدیه احمدزی
سه شنبه ۲۶ دحمل ۱۴۰۴
د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي
د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو یو ۱۹ کلن سړی او یوه ۱۷ کلنه ښځه د دې ولسوالۍ په موقاني کلي کې د یوه استوګنځي له دننه څخه د ناقانونه اړیکو په تور نیولي دي.
دا کسان د عفت پر ضد د عمل کولو پر مهال په شکمن حالت کې دي او د لومړنیو اسنادو او شواهدو له راټولولو وروسته به د نورو څېړنو لپاره قضايي ادارو ته وسپارل شي.