په پنجشیر کې د ۲.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو پروژو پرانیستل
دپیگرد خبری آژانس: افغانستان
راپور : هدیه احمدزی
پنجشنبه ۷ د وړی ۱۴۰۴
د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر په راپور، د پنجشیر په ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژو د دې ولایت د مقام مرستیال په لاسو کار پرانستل.
په دی راپور راغلئ،يادې پروژې د آغا خان بنسټ له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د شتل، عنابه، رخه، حصه اول، پریان، او بازارک سیمو کې پلي کېږي،د پرانیستې په مراسمو کې د پنجشیر ولایت د مقام مرستیال وویل: اسلامي امارت د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره دا ډول پروژو ملاتړ ته ژمن دی.
ټاکل شوې چې له دې پروژو څخه ۹ زره کورنۍ، ۱۲۶جوماتونه، ۶ کلینیکونه، ۲۴ ښوونځي، او ۱ مدرسه ګټه اخلئ.
د پاکو اوبو رسولو ۵۰ پروژې په داسې حال کې پلې کېږي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت رهبرۍ هڅې پيل کړي پنجشېر کې د اسلامي امارت د پروژو سربېره د نړيوالو موسساتو په ملاتړ اغيزمنې پروژې پلي کړي او په تېر کې د دې ولايت له اسانتياو بې برخې خلکو ته اسانتياوې رامنځ ته کوی.