زر گونه کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول.

د پیگرد خبری آژانس:افغانستان
راپور : هدیه احمدزی
چهارشنبه ۶ دحمل ۱۴۰۴
د اسلام قلعه کمیساری آمریت دفتر پر راپور، نن چهارشنبه د (۱۴۰۴ هـ ش کال د حمل مياشتي ،۶ ) مه نيته سهار 9:30 بجو باندي د اسلام قلعه کمیساری په منځ داسلامی امارت له لوري (11.752) كيلو گرامه مخدره توکي ( شیشه ) چې د خاورو سره ترکيب شوي ده کشف شوې.
نيول شوي مخدره توکي چي تر تعقيب لاندي و او هغه کس چې غوښتل یې مخدره توکي انتقال کړي د نيول کيدو له ويري يي مخدره توکي پر ځای پریښي و چي د اسلامی اماراتو د ګزمي پر مهال كشف او ونيول شول، كشفي ارګانونه يې د عامل په لټه کې دي.
دا په داسۍ حال کی ده، چي تیره ورځ هم په یوه ايراني موتر كي د (۴۰) کیلو گرامه مخدره توکي ( خالصه شيشه د يوه دايون نوعه ايراني موتر كي ونيول شوه چي موضوع يي له كشفي ارګانونو سره د وروستيو کړنو په موخه شریکه شوه