Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د عمان په کوربه توب د کرکټ ځوانانو آسيا جام سیالۍ پيل کيږي.

پيګرد خبري آژانس/ کابل افغانستان 
د ۱۴۰۳ کال تلې يا ميزان مياشتې ۲۶ نېټه 
راپور ؛  احمد خالد امرخيل  

ټاکل شوې د ځوانانو آسیا جام سیالۍ د راتلونکې جمعې ورځ په عمان کې پیل شي.

په دغو سیالیو کې د افغان ابدالیان لوبډلې د سیالیو مهالوېش په لاندې ډول دی.
افغان ابداليان لوبډله به لومړي لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ نيټه سريلانکا، دوهمه لوبه په ۲۰ نېټه بنګلاديش او وروستۍ لوبه ۲۲ نېټه ترسره کړي چې له دې لوبو وروسته به يوه لوبډله نيمه پای لوبې ته لار پېدا کړي.

د افغان ابدالیانو لوبډلې سبانۍ لوبه به د افغانستان پر مهال د ماښام ۶:۳۰ بجې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره شي او دغه لوبې به په ژوندۍ بڼه د Star Sports او ARY Sports تلویزیوني شبکو او Fancode ډیجیټلي شبکې له لارې خپرې شي.
د يادونې وړ ده چې افغان ابدالیانو له دې وړاندې له عمان او هانګ کانګ ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلوالي هم ترلاسه کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.