په افغانستان کې ۷۰۰ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي.

پيګرد خبري آژانس ، کابل افغانستان
د ۱۴۰۳ کال تلې يا ميزان مياشتې ۲۵ نېټه
راپور ؛ احمد خالد امرخيل
د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې روان زېږدیز کال په ۹ میاشتو کې ۷۰۰ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.
د دې سازمان د راپور پر بنسټ، د افغانستان روغتیايي سیسټم د پاموړ ننګونو لکه کیفیت لرونکو خدمتونو ته نابرابر او کم لاسرسی او د متخصصینو له کموالي سره مخ دی.
په راپور کې راغلي چې، دغو ماشومانو حیاتي خدمتونو هم لاسرسی نهدرلود او له دې منځه ۲۷ زره او ۶۰۰ ماشومانو بستر کېدو ته اړتیا درلودله.
یاد سازمان دغه راز ویلي، چې له پنځو کلنو کم عمره یو اعشاریه درې مېلیونه ماشومان او ۴۷۰ زره مېندوارې او شیدې ورکونکې میندې هم پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.