Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

ایراني سرحدي ځواکونو تيره شپه ۲۶۰ تنه افغان کډوال وژلي دي.

پيګرد خبري آژانس ، کابل افغانستان 
د ۱۴۰۳ کال تلې يا ميزان مياشتې ۲۵ نيټه 
راپور ؛  احمد خالد امرخيل  

د بشري حقونو یوه ایراني سازمان راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو ځواکونو تېره شپه ناوخته ۲۶۰ تنه افغانان وژلي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، دغو پوله ساتو ايراني ځواکونو پر هغو افغان کډوالو چې غوښتل یې دغه هېواد ته واوړي ډزې کړي چې له امله یې ۲۶۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د حال وش په نوم سازمان دغه راپور د دوو افغانانو له قوله ورکړی چې د خپلو هېوادوالو د وژل کېدو پېښه یې په کلګان سرحدي سیمه کې پخپلو سترګو لیدلې ده.
د ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه عمل په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.