د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل.
![](https://i0.wp.com/paigardnews.com/wp-content/uploads/2022/12/IMG-20221228-WA0111.jpg?fit=656%2C377&ssl=1)
پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخيل
چهارشنبه مرغومي ۷مه ۱۴۰۱ کال
د افغانستان هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او سختو بارانونو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن چهارشنبه د مرغومي ۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په هرات، فراه، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، وردګ، اروزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د واورې او سختو ورښتونو امکان شته.
هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو او په بېلابېلو ځایونو کې له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې د واورې اورېدو اټکل کړی دی.
د يادولو ده چې د افغانستان په مرکزي سيمو کې هر کال واوره ورېږي، چې خلک له ستونزو سره مخ کوي، د دغه ولايت مرکز ته د ډېرو ولسواليو لارې تړل کېږي.
په افغانستان کې روان کال هم د سختو بارانونو له امله مرګونو سېلابونونو د لسګونو زرو کسانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړ.