Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

پنځو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.


پيګرد خبري اژانس/ کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
يکشنبه مرغومي ۴مه ۱۴۰۱ کال 

د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې، پاملرنې، ورلډ ویژن او سي‌ارایس موسسو وروسته له هغه په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډ وخت لپاره ودرول چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد.
د ناروې د کډوالو شورا د اسیا څانګې د اړیکو سلاکار کریسټین جیپسن ویلي چې د «اېن‌ار‌سي» کارونه په افغانستان کې ځنډېدلي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه موسسه له خپلو ۴۷۰ افغان ښځینه همکارانو پرته کار نه شي کولی.
د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې او پاملرنې موسسو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې خپل پروګرامونه ځنډوي.
دغه راز د ورلډ ویژن موسسې هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډ مهال لپاره ودرول. دغه موسسه نجونو او هلکانو ته د ښه ژوند برابرولو برخه کې کار کوي.
بلخوا ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت وياند په دې اړه غبرګون ښکاره کړي او وايي،امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
مجاهد زياتوي کومې مؤسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري زموږ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.
موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د ا.ا.ا د پریکړو او  مشرانو په اړه بې مسؤلیته خبرې یا تهدید وکړي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.