Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

ترکمنستان افغانستان ته د برېښنا د لېږد لړۍ غځوي.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
يکشنبه مرغومي ۴مه ۱۴۰۱ کال 

ترکمنستان غواړي افغانستان ته د برېښنا د لېږد لړۍ وغځوي. د ترکمنستان د خپلواکې ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بیردي محمدوف د لاسلیک شوي فرمان له مخې د ترکمنستان د برېښنا دولتي شرکت، ترکمن اینیرګو ته اجازه ورکړل شوې چې د افغانستان برېښنا شرکت سره شوي قراردادونه وغځوي.
دغه راز دې شرکت ته دا اجازه هم ورکړل شوې چې افغانستان ته د لېږدېدونکې برېښنا اندازه او بیه وټاکي. په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې په اوس وخت کې ترکمنستان څومره برېښنا افغانستان ته ورکوي، خو ویل شوي چې دا هېواد پر افغانستان سربېره، ایران، ازبکستان او قرغزستان ته هم برېښنا صادروي.
افغانستان په دې وروستیو کې له ازبکستان د وارداتي برېښنا د کمېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی او د کابل په ګډون نږدې شلو ولایتونو کې ډېری خلک له برېښنا بې برخې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو مياشتو راديخوا په هيواد کې د بريښنا کمښت له امله ګڼي فابريکې او اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.