Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

م.م: د ښځو پر کار بندېز به افغانستان کې د ثبات هڅې زیانمنې کړي.


پيګرد خبري آژانس/کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
يکشنبه مرغومي ۴مه ۱۴۰۱ کال 

ملگرو ملتونو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندېز پرېکړه غندلې او ویلي دي چې دا کار به د افغانستان د ثبات لپاره روانې هڅې زيانمنې کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو دندې چې له دوی سره کار کوي وځنډوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما پرخپله ټویټرپاڼه ددغه نړیوال سازمان د بشري همغږۍ د ادارې یا اوچا اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه په غير دولتي ملي او نړيوالو ادارو کې د ښځو پر کار د بندېز پر پرېکړې ژور اندېښمن شوي دي. سرچینې زیاته کړې دغه ډول حکمونه نه یواځې د ښځو له بنسټيزونو حقوقو څخه سرغړونه ده، بلکې د نړیوالو اصولو خلاف عمل هم دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو استازي به د افغانستان د سرپرست حکومت له مسوولینو سره په دې اړه خبرې وکړې او له هغوی به سپیناوی وغواړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ښځې باید د بشري مرستو رسولو د پروګرامونو ترڅنګ د ژوند په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.