Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

هيواد کې نجونو باندې بنديزونو دوام.


پيګرد خبري آژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخيل
سه شنبه ليندۍ ۲۹مه ۱۴۰۱ کال

لوړو زده کړو وزارت په هيواد کې دننه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په ليګل شوي مکتوب کې امر ثاني پورې د نجونو پر زده کړو يې بنديز لګولي.
د لوړو زده کړو وزارت له لوري په خپاره شوي مکتوب کې راغلي، هغه دولتي او خصوصي پوهنتونونو چې دامهال فعال دي امر ثاني پورې نشي کولاي نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړي.
که څه هم ياد وزارت په روښانه توګه د دې بنديز اصلي موخه نه ده روښانه کړي،خو د ياد وزارت وياند ضياء الله هاشمي د دي خبر پخلی کړی او زياته کړې چې ياده پريکړه نن د کابينې له لوري ترسره شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت له لوري نجونو پر وړاندې بنديز لګول کېږي له دې وړاندې هم په ډيري څانګو کې بنديزونه لګول شوي.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت له لوري نجونو باندې، ښونځي، دولتي ادارو ته تګ ،پارکونو ،هوټلونو ،هيواده بهر يوازې تګ، حمامونو او ډيري نورو څانګو باندې بنديزونه لګول شوي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.