Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

هېوادوال: د مخابراتي شبکو خدمتونه صفر ته راټيټ شوي.


پيګرد خبري آژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخيل
شنبه ليندۍ ۲۶مه ۱۴۰۱ کال

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت او لوړ لګښت څخه څخه شکایت کوي.
د دوی په وینا،اوس مهال دغه خدمتونه صفر ته راټيټ شوي او د مخابراتي خدمتونو ټيټ کیفیت د اړیکو بهیر پرېکېدل، دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.
په همدې حال کې هېوادوال د اسلامي امارت د مخابراتو او ټکنالوژۍ له وزارت څخه غواړي چې د مخابراتي شبکو پر وړاندې دې ټولې ستونزې هر څه ژر هوارې کړي.
بل‌خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي، چې د مخابراتي شبکو له لوري د خدمتونو وړاندې کول د تېر په څېر روان دي او که کومه ستونزه پیدا کېږي، دغه وزارت به یې هواره کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې هېوادوال د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت او لوړ لګښت څخه نیوکه کوي، بلکې له دې وړاندې هم په مخکیني حکومت کې ګڼ‌ شمېر هېوادوالو په دې برخه کې نیوکې او شکایتونه درلودل.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.