Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

حج اوقافو وزارت: ولور غیر شرعي عمل دی!


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
جمعه ليندۍ ۲۵مه ۱۴۰۱ کال

د حج ارشاد او اوقافو وزارت د ولور اخیستل غير شرعي عمل بللی، په همدې تړاو یې د ښځو مهر او ولور تر عنوان لاندې خطبه جوړه کړې او د ټولو جوماتونو خطيبانو ته يې لارښوونه کړې چې د نن جمعې په خطبه کې پر همدې موضوع تبليغ وكړي.
د دغې خطبې په یوه برخه کې راغلي چې مهر یوازې د منکوحې حق دی او د ولور اخيستل كوم شرعي جواز نه لري.
همدا راز د ياد وزارت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې زياته شوي،له دي وروسته ټولو هغو کسانو سره چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي قانوني چلند وشي.
بيا په همدې حال کې ګڼ شمېر هيواد وال د ياد وزارت له پريکړې هرکلي کوي وايې،له دي امله چي د خسر کورنۍ ته ولور پوره کړي زياتو ستونزو سره به مخ کېدل او ډيري وخت به د دواړو کورنيو ترمنځ ستونزې راولاړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولور په افغان ټولنه کې يو ډول دود ګرځيدلی او هغه کورنۍ چې د لور ولور وانخلي په ټولنيز شکل تر تحقير لاندي راځي او خپلوان يې زوروي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.