Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

اندونيزيا: د افغان نجونو زده‌کړې د افغانستان راتلونکي لپاره اړینې دي.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخيل
جمعه ليندۍ ۱۸مه ۱۴۰۱ کال

په اندونیزیا کې د افغان نجونو د تعلیم د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړیوال کنفرانس پر بین الافغاني ډیالوګ او د نجونو د ښوونځيو پر پرانستلو ټینګار کړی دی.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کنفرانس کې چې پرون په بالي ښار کې ترسره شو، د امریکا، پاکستان، نیوزیلینډ، ناروې متحده عربي اماراتو په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی وو.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې کنفرانس څخه موخه د افغان ښځو او نجونو د تعلیم لپاره د نړیوالو ملاتړ جلبول دي. د دغه کنفرانس د پای په اعلامیه کې راغلي د کنفرانس ټولو ګډونوالو د افغانستان له خلکو سره خپل یووالی څرګند کړ.
سرچینې زیاته کړې چې دغه راز ګډونوالو د یو با ثباته، سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره هیله څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دې ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هر اړخيز بين الافغاني ډیالوګ او د مناسب چاپیریال رامنځته کولو لپاره د هر ډول نوښت یا هڅو قوي ملاتړ شتون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کيدو سره چې شاوخوا دوه کاله يې پوره کيږي ټولې ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.