Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د افغان کډوالو پر موټر د ډزو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
چهارشنبه ليندۍ ۱۶مه ۱۴۰۱ کال

راپورونه وايي چې ايراني پوله ساتو ځواکونو د افغان کډوالو پر يوه موټر ډ‌زې کړې او ۱۷ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
رسنيو د ځايي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې پېښه پرون د ايران په سيستان او بلوچستان ولايت کې شوې ده. سرچينو ويلي چې د غير قانوني افغان کډوالو پر موټر ډزې په خاش او سراوان سيمه کې د مرصاد په نوم د ايراني ځواکونو يوې ډلې کړې دي. د دې ایراني رسنۍ وايي چې د کډوالو عمرونه د ۲۰ او ۳۰ کلونو تر منځ ښودل شوي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ایران کې د ننه او د دې هېواد په پولو کې ګڼ افغان کډوال وژل شوي دي، خو افغان لوري يې پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.
د وروستۍ پېښې په تړاو هم تر اوسه د افغانستان حکومت څه نه دي ويلي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.