Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

بلخ ولايت کې د چاودنې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور احمد خالد امرخيل
سه شنبه ليندۍ ۱۵ مه ۱۴۰۱ کال

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د نفت او گازو ریاست پر موټر د چاودنې له امله اته تنه وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند اصف وزیري وايي، چاودنه د سیداباد په سیمه کې پر هغه بس موټر شوې چې د حیرتان د نفتي توکو کارکوونکي یې لېږدول.
د وزیري په وینا، لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوې ماين چاودنې له امله رامنځته شوي چې له امله يې ګڼو هيواد والو ته ځانې او مالي تاوان اړولې.
دا چاودنه نن سهار، سه‌شنبه د لیندۍ ۱۶مه د مزارشریف ښار د درېیمې ناحیې اړوند په «سیدآباد» څلورلارې کې شوې ده.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله‌وال بریدونه او بمي چاودنې زیاتې شوې دي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.