Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

هند کې نن د افغانستان امنیت په اړه  يوه غونډه جوړیږي.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
سه شنبه ليندۍ ۱۵ مه ۱۴۰۱ کال

هندي رسنئ وايي چې افغانستان او ترهګرۍ سره مبارزه به په نوي ډيلي کې د منځني اسيا هېوادونو او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو د ناستې د اجنډا مهم موضوعات وي. هندوستان ټایمز خبر ورکړی چې دغه ناسته نن په نوي ډيلي کې ترسره کېږي چې پکې به د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او د ترکمنستان سفیر کډون وکړي.
د هندي رسنیو په حواله دا د خپلې بڼې پنځمه ناسته ده او هندوستان د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال به يې کوربه وي. هندي چارواکو ویلي چې د افغانستان وروستي امنيتي او سياسي حالات به د دې ناستې د اجنډا په سر کې وي. د سرچینې په وينا هندوستان او د منځني اسيا هېوادونه په سيمه کې د امنيت او سولې په برخو کې ګډې ګټې لري او د دې ترڅنګ د منځني اسيا هېوادونه له افغانستان سره ګډې پولې لري، ځکه د افغانستان حالات پر هغوی نېغ په نېغه اغیزه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې د افغان نجونو او بشر حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري به هم روانه مياشت کې په اندونيزيا کې بشر حقونو په اړه جوړه شوي ناسته کې ګډون وکړي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.