داعش:د پاکستان پر سفارت بريد مونږ ترسره کړې!

پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
يکشنبه ليندۍ ۱۳مه ۱۴۰۱ کال
د اسلامي دولت يا داعش ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چې ګويا د پاکستان پر سفارت بريد د دوي ډلې ترسره کړې ،بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړى استازى وايي، هېواد به يې په خپلواکه توګه د داعش د ادعاوو په اړه پلټنې ترسره کړي.
محمد صیاد د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې د داعش د ادعا په غبرګون کې ليکلي: (دا کتنه به د طالبانو د ډلې له چارواکو سره په مشوره ترسره شي).
داعش په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د یو شمیر خونړیو ترهګريزو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.
دا لومړی ځل دی چې پاکستان د داعش په نوم د یوې اعلامیې په اړه چې په عامه ډول خپره شوې، خپل شکونه راپورته کوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړى استازى وايي: په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت بريد د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره يو بل ګواښ څرګندوي.
محمد صادق ټینګار کوي چې “موږ باید د دې ګواښ د ماتولو لپاره په خپل ټول ځواک او هوډ سره عمل وکړو”.
د يادونې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت وسله وال بريد ترسره شو چې په پايله کې يې د ياد هيواد سفير ساتونکي ټپي شو خو خپله سفير ته پکې ځيان نه دي رسيدلي.