تورخم کې د ترافيکي پيښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې!
پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور:احمدخالد امرخیل
يکشنبه ليندۍ ۱۳مه ۱۴۰۱ کال
په تورخم بندر کې د يوې ټرافيکي پېښې له کبله شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،عيني شاهدان وايي سيمې ته روغتيايي کارکوونکي رسېدلي او ټپيان روغتون ته لېږدول کېږي.
همدا راز ځايي سرچينې وايي چې نن تر غرمې وروسته يو ټيلري موټر د چلوونکي له کنټروله تر وتلو وروسته د سړک پر څنډه د ولاړو خلکو پر کتار ور برابر شوی چې له کبله يې لږ تر لږه شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ځايي چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي خو عيني شاهدانو ويلي چې سيمې ته روغتيايي ډلې او امبولانسونه ور رسېدلي دي.
د مرګ ژوبلې شمېرې هم لا په رسمي ډول نه دي تاييد شوې.