پاکستان په کابل کې خپل سفارت نه تړي!
پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
شنبه ليندۍ ۱۲ مه ۱۴۰۱ کال
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر سفارت تر بریده وروسته له کابل څخه د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو او یا هم د سفارت د تړلو هېڅ پلان نه لري،دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ کابل کې د پاکستان سفارت پر شازدافیر وسله وال برید شوی وو.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د افغانستان له سرپرست حکومت سره په اړیکو کې دی او هغوی د سفارت او د دیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم تایید کړې ده او ویلي یې دي چې، کابل کې یې د سفارت پر شازدافیر وسله وال برید شوی،نوموړي په ټویټ پیغام کې ویلي چې شازدافیر له برید روغ وتلی خو یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.
افغان حکومت په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید په کلکه غندلی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان پر سفارت په برید کې یو امنیتي کس ټپي شوی دی. نوموړي ویلي، هیچاته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي. ده ویلي امنیتي ادارې به دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي او عاملینو ته به یې سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار باندې هم ځانمرګي برید شوی وو چې په پايله کې يې د ياد حزب مشر يو ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.