Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

حکومت د ازادي راډيو او د امريکا غږ نشرات په افغانستان کې بند کړل!


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
پنجشنبه ليندي ۱۰ مه ۱۴۰۱ کال

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د څارنې رئیس عبدالحق حمد،وايې چې په افغانستان کې يې د امريکا غږ او ازادي راډیو ګانو نشرات له دې امله بند کړي چې يادو رسنيو بي پرېتوب او له ژورنالیستیکو اصولو څخه خلاف خپرونې کولې.
د امریکا غږ او ازادي راډیو چې په افغانستان کې ځانګړي اورېدونکي لري، د خپرونو ځنډېدل به اطلاعاتو او ښوونیزو پروګرامونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي او په افغانستان کې به د بیان د ازادۍ د وضعیت او د ازادو رسنیو د فعالیتونو سخت انځور وړاندې کړي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه د یوه سازمان په توګه چې د خبریالانو د حقونو او د بیان له ازادۍ څخه دفاع کوي، د امارت له مسوولینو څخه غواړي چې د رسنیو د فعالیتونو او د بیان د ازادۍ په برخه کې له زغم څخه کار واخلي.
همدا راز دغه ټولنه وايي چې رسنۍ بايد د خپلو خپرونو منځپانګه د ژورنالیزم د منل شویو نړیوالو معیارونو او د افغانستان له هدفي واقعیتونو سره سم تنظیم کړي.
د امریکا غږ د موقت مشر په وینا، دغې رسنۍ په ۱۹۸۰ کال کې په افغانستان کې خپلې خپرونې پیل کړې او دا مهال ۷،۳ میلیونه پلویان لري او له دې وروسته به له افغانستانه بهر هم د هېواد وګړو ته خپلې خپرونې وړاندې کوي.
د نوي حکومت په رامنځته کيدو سره سم تر دي مهاله څه باندې ( ۲۱۹ ) رسنۍ تړل شوي او څه باندې پينځه زره ژورناليستان بي دندو شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوه اونۍ وړاندې د ( ام،اف،سي) نړيوال سازمان په دې سازمان کې د افغانستان غړيتوب له دي امله لغوه کړ چې ګويا په افغانستان کې رسني بيان آزادي ته کار نشي کولاي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.