Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د افغانستان بانک نن ۱۷میلیونه ډالر لیلامی ته وړاندې کوي.


پيګرد خبري اژانس:کابل افغانستان
راپور احمد خالد امرخيل
چهارشنبه ليندۍ دوهمه ۱۴۰۱ هجري ش کال

د افغانستان بانک وايي چې د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات په موخه نن چهارشنبه د لیندۍ دويمه د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک هېواد کې پر شرایطو برابر له ټولو خصوصي بانکونو او د پولي او صرافۍ شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په ورته مهال یاد بانک زیاته کړې چې د لیلامۍ ګټونکي باید د لیلام ورځې له پای ته رسېدو مخکې خپل ټول حسابونه تصفیه کړي. د افغانستان بانک له دې وړاندې هم هېواد کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتنې په موخه بازار ته ډالر وړاندې کړې دي.
دغه بانک همداراز د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د لړم پر ۲۹مه نېټه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهيسي په هيواد کې افغاني پر وړاندې د ډالرو ارزښت زيات شوی.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.