Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د فوټبال نړیوال جام نن د قطر او ایکوادور په سیالۍ پیلېږي


پیګرد خبری آژانس :کابل افغانستان
راپور احمد خالد امرخیل

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام نن یکشنبه له یو لړ مراسمو وروسته د کوربه هېواد قطر او اکوادور ترمنځ لوبې پیلېږی. د قطر حکومت چې د دغو سیالیو د کوربتوب ترلاسه کولو او تاسیساتو په رغولو کې میلیاردونه ډالر لګولي، هیله لري‌ چې لږ تر لږه ۱.۳ میلیارد سیلانیان به د لوبو لیدو لپاره ورځي. د اټکل په اساس قطر به د دغو لوبو له لارې څه باندې ۱.۵۵ میلیارد ډالر عواید ترلاسه کوي. فیفا وايي شاوخوا درې میلیون ټکټونه به یې خرڅېږي.
قطر د یاد جام لپاره نوی ۸ داسې لوبغالی چمتو کړی،چې په نوې ټکنالوژۍ سمبال دی. قطر تمه لری،چې یاد جام ته به له بهرنیو هېوادونو ۱،۲ یو اعشاریه دوه میلیونه نندارچیان لیدلو ته ورشی، چې د قطر فوټبال تنظیم اداره وایی د دې لپاره بشپړ چمتووالی لری.
قطر نسبتاً کوچنی عربی هېواد دی، چې د فوټبال کارپوهانو او د فیفا د پخوانی مشر له خوا د فوټبال نړیوال جام لپاره کوچنی او د دې ټاکل یوه تېروتنه هم وبلل شوه، خو د قطر فوټبال د تنظیم اداره وایی،چې دوی د لوبغاړو او د قطر اړوندو چارواکو لپاره بشپړ تدابیر نیولی او هم یې د نندارچیانو د تنظیم لپاره امنیتی او د اوسېدو ځای ترتیب کړی دی.
اټکل کیږي چي ګویا برازیل، ارجنټاین، جرمني، فرانسه، انګلنډ، هسپانیا، پرتګال او هالنډ هغه لوبډلې یادېږي چې ممکن منځلوبو ته ووځي.
د یادونې وړ ده، چې په قطر نړیوال جام کې ۳۲ لوبډلې ګډون کوی، چې په شپږو ګروپونو وېشل شوې او ټولې به په کې ۶۴ لوبې ترسره شی

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.