Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

افغانستان نور د رسنیو د آزادۍ نړیوال ایتلاف غړی نه دی!

1 min read
البوم پیگرد


پيګرد خبري اژانس
راپور احمد خالد امرخيل
شنبه ۲۸ د لړم ۱۴۰۱

کاناډا او هالنډ وايي، افغانستان د رسنیو د آزادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوبه وایستل شو. 
دغو دوو هېوادونو د (MFC) د رییسانو په توګه ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره سم نه دی او وروسته له دې په دغه ایتلاف کې غړیتوب نه لري. 
دغه ایتلاف پرون جمعه د لړم پر ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او له (MFC) څخه د افغانستان وتلو مشوره د ټولو په خوښه شوي دي.  
افغانستان د مخکني ولسمشر «محمد اشرف غني» د حکومت پر مهال د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د رسنیو د آزادۍ په برخه کې نړیوالو ژمنو ته په ژمنتیا سره د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف غړی شو.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د رسنيو د ازادۍ ايتلاف ټول غړي هېوادونه د نړيوالو ژمنو درناوي او رعايت ته ژمن دي او د دې کار د نه‌ ترسره کولو په صورت کې د غړو له خوا مسوول پیژندل کېږي.
د دغه ایتلاف مشرانو دا هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت له نږدې څاري او دوی په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له څه باندې یو کال راهیسې ۲۱۹ چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو خپل فعالیت بند کړی او د اسلامي امارت حکومت د رسنیو پر آزادۍ او اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیتونه لګولي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هم ویلي وو چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته یې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ قضیې ثبت کړې دي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.