د برېښنا شرکت له خصوصي پانګوالو سره د ۱۰ زره مېګاواټو برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړل
پیګرد خبري اژانس _ کابل افغانستان
راپور _ احمد خبیب حسرت
شنبه، د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴
د افغانستان برېښنا شرکت د انرژۍ په برخه کې د پانګونې د جذب ملي کنفرانس کې له خصوصي پانګوالو سره ۱۸ هوکړه لیکونه او تړونونه لاسلیک کړل.
د دغو تړونونو له مخې به د شاوخوا ۱۰ زره مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې، ګازي او سکرو برېښنا تولید، سب سټېشنونو او شبکو پراختیا، د برېښنايي تجهیزاتو تولید او مالي همکاریو پروژې عملي شي.
په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان د حکومت لوړپوړو چارواکو، د سیمې د برېښنا وزیرانو، د ۲۲ هېوادونو پانګوالو او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام استازو ګډون کړی دی.