Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

‏د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو سره وکتل

دپیگرد خبری آژانس: افغانستان
رپورتر : هدیه احمدزی
یکشنبی، ۳۱ دحمل ۱۴۰۴

داطلاعاتو او کلتور په خبرپانه کی راغلئ ده
نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په دی اره د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې د ګډونوالو په استازولۍ نور حکیم یار د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه جرګه له افغانستان اسلامي امارت، هېوادوالو او نړیوالو سره د خبرو تفاهم او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.

ښاغلي حکیم یار په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې په هېواد کې اسلامي نظام په ډېرو قربانیو واکمن شوی چې د ساتنې لپاره یې باید ډېرې هڅې وشي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج خیر الله خیرخواه د یادې جرګې د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت ټول مشران او مسئولین په هېواد کې د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ او همدارنګه د هېوادوالو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې لټوي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې په هېواد کې د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یووالي پیاوړی کېږي، نو اوس د دې وخت دی چې ټول د اسلامي نظام په ساتنه کې خپل مسئولیت ترسره او ملاتړ یې وکړي.

په پای کې د هغوی د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.