Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

پروان کې ترافیکي پېښه؛ لسو تنو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې

پیگرد خبرگزاری – د پروان ولایت
لیکوال: فرزادخموش
شنبه ۳۰ دحمل ۱۴۰۴

د پروان امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت د خبرنامی په اساس؛ نن ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱:۰۰ بجه، د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ اړوند (سنګ نوشته) سیمې داخل د ګرارۍ کې یوه باروړونکی “کوماز” موټر چې له شمال څخه جنوب ته پر لار و، له کنټروله وتلی او له څلورو مسافر وړونکو وړو موټرو سره ترافیکي پېښه کړې ده.

هغه آمریت اضافه کری دی چه په دغه پېښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپیان شوي دي او د پیښې له رامنځته کېدو سره سم، سیمه‌ ییزو مسؤلینو سیمې ته ځان رسولی او د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره پروان ملکي روغتون او کابل ښار ته انتقال کړي دي.

یاده پېښه دا مهال د اړوند ارګانونو له خوا تر څېړنې لاندې ده.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.