د کاپیسا ولایت په الهسای ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن اودوه نور کسان په ډزو وژلي
پیگرد خبرگزاری – کاپیسا ولایت
لیکوال: فرزادخموش
شنبه ۳۰ دحمل ۱۴۰۴
د کاپیسا ولایت په الهسای ولسوالۍ کې یوه پېښه رامنځته شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي. دا پېښه د الهسای ولسوالۍ د بهادر خېل کلي کې د جمعې په ورځ د مازیګر شاوخوا ۶ بجې رامنځته شوې ده.
د کاپیسا امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت د خبرنامی په اساس؛ د سیمهییزو امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، یو تن بهنامه کفایتالله د آمرالله زوی لومړی خپل قریبي کس مهربان ولد محمد دین، چې عمر یې شاوخوا (۳۰) کاله ښودل شوی، او بیا د مهربان زوی چې عمر یې تر اوسه نهدی تثبیت شوی، د کلاشینکوف په وسیله وژلي دي. وروسته له هغې، کفایتالله خپله مېرمن هم په ډزو وژلې ده.
دغه آمریت اضافه کری دی چه نوموړی خپل ځان هم د چپې اوږې له ناحیې د ډزو په واسطه زخمي کړي وو چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او متهم کس د خپل په جرم هم اعتراف کړی.
دغه پیښه د کورنۍ ستونزو له امله رامنځته شوې خو د پیښې په ټراو څېرنې روانې دي.