په فاریاب ولایت کې یو وسله وال غل ونیول شو
د پیگرد خبري آژانس: فاریاب ولایت
رپورتر : هدیه احمدزی
چهارشنبه، ۲۷ دحمل ۱۴۰۴
د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي
د شيرين تگاب ولسوالۍ د پوليسو د جنايي جرمونو سره د مبارزې د رياست استخباراتي پوليسو نن سهار د دغې ولسوالۍ په تاش قلعه کلي کې يو وسله وال غل نيولی دی.
د شیرین تگاب ولسوالۍ د امنیه قومندان قاري ګل محمد بشیر وايي: د یاد عملیاتو په ترڅ کې له نیول شوي کس څخه درې ډوله تفنچی، یو ډوله برچه، درې ډوله دتفنچۍ شاجور او اوه ډوله دتفنجی مرمۍ هم اخیستل شوي اوترلاسه شوي دي.
نیول شوی کس دامنیه قومندانی تر بررسی او پلتنۍ لاندې دی.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د تامین او د جنایي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د خپلې ژمنې په څرګندولو سره ډاډ ورکوي چې هر ډول غیر قانوني فعالیت او د ټولنې امنیت به په جدي او قانوني توګه ترسره شي.