ایراني چارواکي: پر اسرائیل دفاعي برید پایته رسېدلی.
پيگرد خبري آژانس/ کابل افغانستان
د ۱۴۰۳ کال د تلې مياشتې ۱۱ نيټه
راپور : احمد خالد امرخيل
نړيوالو رسنيو د ایراني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې پر اسراييل د ایران توغندیز بریدونه پایته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې تېره شپه د ايران سپاه پاسدرانو ویلي و که اسراييل ځوابي برید وکړي نو تر دې به له سخت برید سره مخ شي.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان هم ویلي، اسراييل ته یې قاطع ځواب ورکړی دی. د راپورونو له مخې ایران پر اسراييل ۱۸۰ توغندیز بریدونه کړي چې د تهران د ادعا پر بنسټ ډيری یې پر هدف لګېدلي دي.
د اسراییل د پوځ ویاند بیا رسنیو سره په خبرو کې تأیید کړې چې توغندي د اسراییل په مرکز او سويل کې لګېدلي خو د مرګژوبلې په اړه یې کره مالومات نه دي ورکړي.
بلخوا يوشمېر بهرنيو رسنيو خبر ورکړی چې ګويا د ايران په دې هوايي برید کې په سلګونو اسرايليانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.