Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

په کاپيسا ولايت کې د دوو کليوالو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د پیگرد خبری آژانس – کاپیسا ولایت
لیکوال: فرزادخموش
سه شنبه، ۲۰ سنبله ۱۴۰۳

در کاپیسا ولایت مقام د مطبوعاتی دفتر ووایی چه د کوهستان دوم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ راپورته شوی جنجال چې له يوه لوري پکې يو کس وژل شوی هم و او ترمنځ يې ژور اختلافات موجود وو، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رياست د مسؤلينو په همکارۍ حل او فصل شوه.

دغه ديارلس کلنه اوږده شخړه چې د وخت بيلا بيلو خلکو يې د روغې جوړې هڅې کړې وې خو په له منځه وړلو يې بريالي شوي نه وو. اوس لله لحمد د مشرانو، علماوو، قومي سپين ږيرو، ځوانانو او د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د مسؤلينو په منځګړيتوب حل او دواړو خواوو يو بل وبښل.

دوی د جرګې غړو ته ډاډ ورکړ چې له نن وروسته به د ورورۍ په فضا کې وخت تيروي او يو بل ته به ستونزې نه جوړوي. دواړو خواوو د ا.ا.ا له مشرانو مننه وکړه چې دغه اوږده خونړۍ شخړه يې د دواړو طرفونو په رضایت هواره کړه.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.