Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره دریم خطرناک هیواد دی.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
شنبه مرغومي ۱۰مه ۱۴۰۱ کال 

د بې پولې خبریالانو سازمان د روان کال په پای کې په نړۍ کې په تیرو ۲۰ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه یو راپور خپور کړ، چې افغانستان وروسته تر عراق او سوریې د خبريالانو لپاره خطرناک هېواد ګنل شوي.
د دغه سازمان په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو ۸۰ سلنه پېښې د سوریې، عراق او افغانستان په ګډون په ۱۵ هېوادونو کې شوې دي.
د بې سرحده يا بي پولې خبریالانو سازمان د شمېرو له مخې په تېرو ۲۰ کلونو کې په سوریه او عراق کې ۵۷۸ خبریالان وژل شوي دي، چې دا په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو دریمه برخه جوړوي.
د دغه سازمان د راپور له مخې له عراق او سوریې وروسته افغانستان، یمن، فلسطین او سومالیا په ترتیب سره د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په توګه دویم او درېیم ځای لري.
د دغه سازمان د موندنو له مخې روسیه د رسنیو او خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکی اروپايي هېواد دی. 
په همدې حال کې فرانسه د تر ټولو خونړیو هیوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي حکومت په راتګ سره ډيری خبريالان په هېواد کې د شته امنتي ګواښونو له امله بهرنيو هېوادونو ته تللي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.