Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د پاسپورټ له رياست څخه د هيواد والو شکايت.

پيګرد خبري آژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخيل
دوشنبه ليندۍ ۲۸مه ۱۴۰۱ کال

په کابل کې د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي شکایت لري چې د پاسپورټ دفتر له دوو میاشتو د زیاتې مودې راهیسې تړلی او د خلاصون لپاره يې اسلامي امارات هېڅ اقدام نه دی کړی.
واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو راپدېخوا هېواد کې د پاسپورټ د غوښتونکو کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شوې، خو پاسپورټ ریاست کې د ظرفیت کمښت او د پاسپورټ د غوښتونکو لوړ شمېر، لامل شوی چې د پاسپورټ اخیستلو  بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
د پاسپورټ غوښتونکي مصطفي علي‌زاده وویل: «پاسپورټ د هر وګړي حق دی، خو له بده‌مرغه کله چې د پاسپورټ ترلاسه کولو ته مراجعه کوي، سپکاوی ورته کېږي. که سم مدیریت وي، دومره ډېر خلک پاسپورټ ریاست ته مراجعه نه کوي. زه خپله پنځه میاشتې کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره په تمه یم.»
شریفه چې ناروغه ده وايي، پلان لري چې پاکستان ته د درملنې لپاره لاړه شي، خو د پاسپورټ نه لرلو له امله نه شي تللای.
بلخوا د پاسپورټ ریاست  ویاند نورالله پتمن وايي، چې د دوی تخنیکي ډلې هڅه کوي، څو د پاسپورټونو د وېش ظرفیت لوړ کړي او ولایتونو  کې هم بېرته خپل خدمتونه پیل کړي.
ښاغلي پتمن زياتوي، بهرني بنديزونه هغه لامل دی چې دوي يې د پاسپورټ له کمښت اوهيواد والو ته د پاسپورټ په ويش کې له ستونزو سره مخ کړي.
د پاسپورټونو د اخیستلو لپاره یوازې ناروغان نه، بلکې ځینې داسې کسان هم شپې او ورځې تېروي چې له نورو هېوادونو ورته ځانګړې ویزې راغلي او یا هم د اقتصادي ستونزو له امله هېواد پرېږدي.
په افغانستان کې تر سیاسي تحول وروسته د لسګونو زره کسانو لخوا له هېواده د وتلو لپاره د پاسپورټونو ترلاسه کولو غوښتنې ډېرې شوې، خو لا هم ډېری خلک د پاسپورټونو د اخیستلو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
بل لورته اوس هم د پلازمېنې کابل په ګډون ولایتونو کې هم د پاسپورټونو وېش درول شوی او هيواد وال له سختو ستونزو سره مخ کړي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.