يونيسف: افغانستان کې د نجونو زده کړه له زوال سره مخ دي.
پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخيل
شنبه ليندۍ ۱۹مه ۱۴۰۱ کال
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ۴،۲ میلیونه ماشوم له زدهکړو بېبرخي دي چې په وینا یې ۶۰ سلنه یې یوازې نجونې دي.
یونیسف نن شنبه د لیندۍ ۱۹مه ویلي چې یوازې په کندهار کې څه باندې ۸۵ سلنه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د دې ادارې په وینا، افغانستان اوس مهال د څو لسیزو جګړو او طبیعي پېښو تر اغېزې لاندې دی چې تر ټولو ډېر یې ماشومان اغېزمن کړي دي.
د یادولو ده چې د نوي حکومت په راتللو سره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې دي.
همداراز د اووم، اتم، نهم، لسم او یوولسم ټولګیو نجونې پرته له دې چې درس ووایي، له خپلو ټولګیو څخه بل لوړ ټولګي ته معرفي شوې دي.
بلخوا د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون، چې افغانستان هم پکې غړیتوب لري، پربنسټ ماشوم هغه کس بلل شوی چې عمر یې تر ۱۸ کلنۍ ښکته وي.