Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوي!


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
يکشنبه ليندۍ ۱۳مه ۱۴۰۱ کال

د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې د بلخ ولایت په نایب اباد سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
دغه شرکت نن یکشنبه د لیندۍ ۱۳مه ویلي چې د ازبکستان ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوي دي.
برښنا ویلي چې د دغه شرکت تخنیکي کارکوونکي او د ازبکستان هېواد کار کوي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
دوی زیاته کړې چې د کابل ښار د برېښنا د ستونزې د حل په موخه یې له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا مزي وصل کړي دي.
د يادونې ده، چې دغه شرکت دوې ورځې وړاندې اعلان کړى و، چې د لين د ترميم په موخه به د کابل او ١١ نورو ولايتونو برېښنا د سهار له اوو بجو څخه د ورځې تر پايه پرې کېږي.
افغانستان تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه کوي، اوس دغه هېواد یوازې د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید توان لري، خو د برښنا د اعلان له مخې، اړتیا یې ۷۰۰۰ میګاواټه ده.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.