Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

دولسم ټولګي له نجونو په یوه ورځ ازموینه اخیستل کېږي!


پيګرد خبري اژانس/ کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخيل
چهارشنبه ليندۍ ۹ مه ۱۴۰۱ کال

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د دولسم ټولګي له نجونو څخه به د لیندۍ پر ۱۶مه په یوه ورځ ازموینه واخیستل شي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دولسم ټولګي د نجونو ازموینه به د روان لمریز کال د لیندۍ پر ۱۶مه نېټه په یوه ورځ کې واخیستل شي او نجونې مکلفې دي، چې پوښتنې په درې ساعتونو کې حل کړي.
ویل کیږي، چې دغه ازموینه به د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۱:۰۰ پورې دوام وکړي او له هرې زده‌کوونکي څخه به د دولسم ټولګي له ټولو مضامینو څخه شاوخوا ۱۴۰ پوښتنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي.
په ورته وخت کې د دولسم ټولګي د یو ورځنیو ازموینو په ترڅ کې د زده‌کوونکو برخلیک له ستونزو سره مخ دی او تر شپږم ټولګي پورته نجونې خپلې ناڅرګندنې راتلونکې ته حیرانې دي.
د يادونې ده، هغه نجونې چې په دوولسم ټولګي کې وې، تېر کال هم ښوونځيو ته له تلو منع شوې وې او اوس یوازې د کال په پای کې تر ازموینه اخیستل کېږي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.