Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

کابل کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرسیتالۍ بیلابیلو چارواکو سره لیدنه!


پیګرد خبری آژانس/کابل افغانستان
راپور: احمد خالد امرخیل
سه شنبه لیندۍ ۸ مه ۱۴۰۱ کال

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر له یوه پلاوي سره کابل ته راغلې او د اسلامي امارت د حکومت رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي او د حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره يې لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وايي، حنا رباني کهر له امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو لپاره به نوي مېکانيزمونه را منځته شي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او د پرمختګ لپاره کار وشي.
کل زیاتوي، اغلې رباني کهر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی، څو په خبره یې، له دې لارې دوه اړخیزې ګټې خوندي وساتل شي.
نوموړی وايي: پاکستاني هیئت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي.
دا ژمنه داسې مهال کېږي، چې نږدې هره ورځ یوه ویډیو ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي چې ښېي، پاکستاني پولیس له افغانانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي،دغه شان پاکستان ډېر ځله دوی سره لارې تړي چې له امله یې افغان سوداګرو او تر خوا یې پورې غاړه اوښتونکو مسافرو ته لوی سر خوږی جوړوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرسیتاله په داسي حال کې افغاستان ته سفر کوي چې وخت ناوخته د پاکستان له لوري افغانانو سره د زورونی ریپوټونه خپاره کیږي او د دي هیواد له لوري ګډي لاري هم د افغانانو پرمخ تړل کیږي چې د هیواد ګڼو اوسېدونکو ترڅنګ سوداګرو ته هم لوي ځیان اړوی.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.