Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

کابل ښار کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د پلور مرکزونه پرانیستل شول!


پیګرد خبری آژانس/کابل افغانستان
راپور احمد خالد امرخیل
شنبه لیندی ۵ مه ۱۴۰۱ هجری ش کال

د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړي. د دوی په خبره، د کابل په هره ناحیه کې یي د ډبروسکرو د پلور درې مرکزونه جوړ کړي او هر ټن به د بازار له نرخ څخه په ټیټه بیه پلورل کېږي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی زیاتوي: د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې نفوس ته په کتو درې یا څلور ځایونه ځانګړي شوي، څو خلک وکولای شي ډبرو سکرو ته لاسرسی پیدا کړي او په ټیټه بیه ترې ګټه پورته کړي.
دامهال د حکومت له لوري سوند توکو پلورونکو ته ویل شوي تر څو یوټن ډبرو سکاره تر ۹۰۰ افغانیو پوري وپلوري.
ورته مهال د کابل یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د سون توکو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د بیو راټیټولو ته په جدي توګه پام وکړي
دوی وايي، دمګړۍ د ډبرو سکرو یو ټُن پر څه باندې ۱۱ زره افغانیو خرڅېږي او ډېری خلک یې د فقر او بې کارۍ له امله د پېرلو وس نه لري.
د ډبرو سکرو اخیستونکی همایون افغان وايي:د درې څلورو ورځو پرتله بیو کې ډېر توپیر راغلی دی، درې څلور افغانۍ پورته شوي دي. هغه وخت بیې یوولس زره وې اوس شپاړس زرو ته رسېدلې دي.
د ډبرو سکرو یو بل اخیستونکی زلمی زیاتوي: زموږ دولت دې هڅه وکړي چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او خلک وکولای شي دا ژمی په سم ډول تېر کړي. زموږ خلک بې‌کاره او بې‌روزګاره دي حتا یوخت ډوډي خوړلو توان نلري او نشي کولې په دي لوړه بیه سوند توکې و پيرې.
له بل لوري د سون توکو یو شمېر پلورونکي د بازار پیکه والي ته اندېښمن دي او وايي، د تېرو کلونو پر تله د سون توکو د پلورلو په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
تر دې مخکې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د ځانګړې کمېټې په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د کابل په څلورو زونونو کې ۴۰۰ زره ټُنه ذغال ځای پر ځای  او پر کابل میشتو په ارزانه وپلورل شي.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.