Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا لوبډ لې ته ماتې ورکړه!


پیګرد خبری آژانس/کابل افغانستان
راپور احمد خالد امرخیل
جمعه د لیندي ۴، ۱۴۰۱ ه ش کال

د افغانستان  کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنۍ پریکړه وکړه، افغان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰  آورونو کې خپلي سیالۍ لوبډلې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره یي ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبي ټاس یا (پچي) په ګټلو سره لومړۍ خپله د توپ وهني پریکړه وکړه.له دي سره ابراهیم ځدران ۱۰۶ ،رحمن الله ګربز ۵۳،رحمت شاه ۵۲ او نجیب الله ځدران چټکې ۴۲ منډي جوړې کړي.
بلخوا سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره، نیساناکا ۸۵، هسرانګا چټکې ۶۶ منډي ترسره کړي خو بیا هم د افغانستان له لوري ایښودل شوي هدف ترلاسه نکړو او خپل ټول لوبغاړی يي د ۲۳۴ منډو په ترلاسه کولو سره وسوځیدل.

همدا راز د لوبي غوره لوبغاړي ډالی هم ابراهیم ځدران ته ورکړل شوه.
په دې بریا کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ اچونکو (بالرانو) د پام وړ رول ولوباوه ،فضل الحق فاروقي وکولای شول چې ۴ سریلانکايي لوبغاړي له میدانه لرې کړي. د افغانستان له لوري ګلبدین نایب ۳، یامین احمدزی ۲، او راشد خان ۱ وسوځول او لوبي په بریا کې يي مهم رول ولوباوه.
دغه لوبي په هند کې د راتلونکې ۵۰ آوریز نړیوال جام ته د مخامخ ورتګ لپاره ترسره کیږي چې تر دي مهاله افغانستان ۱۳ لوبي ترسره کړي چې له مخۍ يي ۱۱ لوبي ګټلي او دوه لوبي يې بایللي دی،چې په دې بریا سره افغانستان د هغو نومرو په جدول کې نور هم وړاندي شو.
د یادوني وړ ده چې د دی لوب لړۍ دوهمه لوبه د راتلونکې یک شنبه ورځ د سریلانکا په پاډیکیلی لوبغاړي کې ترسره شي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.